
ولسمشر غني وایي، طالبان او نور مخالفین دې په دې پوه شي چې له یو بې واکه او ضعیف دولت او ولس سره مخ نه دي.
هغه چې نن یې په کابل کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي شپاړس ورځني کمپاین ته خبرې کولې وویل، تېر ته په کتو هیڅکله افغانان د زور او تاوتریخوالي له لارې نه دي تسلیم شوي او له دې وروسته به هم تسلیم نه شي.
نوموړي زیاته کړې چې افغان ولس او دولت اوس پیاوړی شوی دی او د زور له لارې به هیڅکله تحمیل شوي مسائل پر ځان ونه مني.
نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې د افغانستان دښمنان دې دا فکر له سره وباسي چې ګوندې، افغان دولت او ولس به د تاوتریخوالي له لارې دې ته مجبور کړې چې دوی ته په ننواتي ورشي.
د شنونکو پر اند د ولسمشر ننۍ وینا ددې پر ځاې چې طالبان سولې ته راوبلي برعکس زورازمایی ته راوبلل.



