طالبانو نن د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي چې سلام مخابراتي شرکت زموږ د مؤسسو او شرکتونو د کنټرول او تنظیم د کمیسون د خبرداري د اصولو څخه سرغړونه کړي ده ځکه نو په ټول هیواد کې په دې مخابراتي شرکت بندیز لګیږي.
هغوئ په دې خبرداري کې په خپلو کسانو غږ کړي چې ددې شرکت ټاورونه نظامي هدف وګرځوي د دې تر څنګ زیاتوي که چا سره ددې شرکت سیم کارتونه هم پیدا شول نو سخت چلند به ورسره کیږي.
طالبانو په خپله اعلاميه کې ددې شرکت د بندیدو عوامل هم په ګوته کړي دوئ زیاتوي چې دا شرکت زموږ د کسانو معلومات پټوي او بیا پر امریکایانو پلوري بل زموږ امر پر وخت نه مني.



