افغانستانراپورونه

نشیي پلار د خپل کوچني ځوی سر په څټک وهلی

فاریاب ولایت کې یو کس چې پر نشه یې توکو روږدی دی خپل لس کلن ماشوم ته یې په بېلا لابېلو ډولونو ربړونې ورکړې دي، هغه یې د څټک په ګوزار په سر وهلی، بدن یې د چاقو، پېچکښ او مېخ په واسطه سوروی ـ سوروی کړی دی.

د فاریاب ولایت د پولیسو ویاند عبدالکریم یورش وايي، دغه کس” سخي محمد” نومیږي چې له یوې اونۍ راهیسې یې خپل لس کلن ماشوم “فضل احمد” له کور څخه شړلی وو.

ښاغلي یورش وویل چې دغه ماشوم له یو کال را په دیخوا د خپل معتاد پلار لخوا ربړول شوی دی، هغه زیاته کړه چې یاد کس دوه مېرمنې لري چې دا کار یې د خپلې دویمې مېرمنې د خوشحاله کولو لپاره ترسره کاوه او د خپلې لومړۍ مېرمنې اولادونه یې وهل او ټکول.

هغه وویل:

“دغه ماشوم چې د خپل پلار لخوا یې سخت ظلمونه او ربړونې لیدلي دي، خپل پلار ته له وېرې نه شۍ کتلی او په سلګیو کې وايي چې د څټک په ګوزار یې پر سره وهلی یم، د چاقو، پېچکښ او مېخ په وسیله یې زما بدن سوری ـ سوروی کړی دی، کاشوغه به یې سکروټه کړه او زما پر بدن بې وټومبله”

د فاریاب د پولیس ویاند همداراز وویل چې دغه لس کلن ماشوم د خپل پلار له لوري د خپلې وړې خور له وهلو ټکول هم پرده پورته کړه او یادونه یې وکړه چې زما وړه خور یې تر ما بده وهلې او ټکولې ده.

نوموړي وویل چې دغه کس تېرکال د خپلې ښځې د وهلو په تور درې میاشتې بندخونه هم تېره کړې ده.

دا پېښه په داسې حال کې کیږي چې تېره ورځ ( دوشنبه لیندۍ ۱۸ ) له ماشومانو د ملاتړ قانون تصویب شو.

Tags

ورته مطالب

Back to top button