
د تخار ولایت امنیتي چارواکي وايي، دغه ولایت کې نوې واده شوې ناوې د خپل خسر او خاوند لخوا وژل شوې ده.
د تخار ولایت چارواکو د ځلاند ویبپاڼې یو همکار سره په خبرو کې ویلي، چې پېښه د تخار ولایت په چاه آب ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
دغه چارواکي زیاتوي چې دا پېښه تېره ورځ رامنځته شوې ده، نوموړې وویل چې ناوې د خپل خسر محمد شریف او خپل خاوند نماز لخوا وژل شوې ده، دغه پېښه د دواړو کورنیو تر منځ د تاوتریخوالو او دښمنې له امله شوې ده.
پلار او زوي دواړه د پولیسو له لوري نیول شوي او تر څېړنې لاندې دي. دا په تخار ولایت کې د یوې اونۍ په ترڅ کې دویمه زړه بوږنونکې پېښه ده چې رامنځته کیږي، دوه ورځې مخکې د تخار ولایت په موچکان ولسوالۍ کې یو زوی خپله مور د ترښځ په ګوزار ووژله.



