افغانستانراپورونه

هرات کې زوم خپله خواښی، اوښۍ او ښځه وژلې

د هرات امنیه قومندانۍ ویاند رسنیو ته ویلي، چې پېښه د پنجشنبې پر ورځ( د لیندۍ ۷) د دې ولایت په اوومه ناحیه کې رامنځته شوې ده.

د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولی زاده زیاته کړې، چې په دې پېښه کې تورن کس له پېښې وروسته د پولیسو لخوا نیول شوی دی.

نوموړي وایي د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ دغه غم لړلې پېښه د اقتصادي او کورنیو ستونزو له کبله رامنځته شوې ده.

هغه دا هم ویلي، چې له تورن څخه دوه چړې هم تر لاسه شوې دي.

د ویلو ده، چې په ټول هېواد کې د ورته تاوتریخوالی کچه ډېره شوې دی.

Tags

ورته مطالب

Back to top button