افغانستانراپورونه

د ملي اردو سرتېري د خپلې ښځې پوزه پرې کړه

بامیان ولایت کې یو کس د خپلې مېرمنې  پوزه او د لاس رګونه پرې کړي دي، دغه مېرمن حمیده” نومیږي چې ۲۵ کاله عمر لري.”

د بامیانو د ښځو چارو مشره ذکیه رضايي وايی،  دغه کس د خپلې مېرمنې پوزه او د لاس رګونه پرې کړي دي، او تښتېدلی دی خو د امنیتي ځواکنو د څار لاندې دی تر څو یاد کس دقانون منګولو ته وسپاري.

د ښځې ماما “محمد علي” هم یاده پېښه کې د د تومانچې په ګولۍ ټپي شوی دی.

مېرمن حميده دا پېښه داسې بیانوي:

“خاوند مې زه د پلار کور کې بې برخلیکه پرېښې وم، کله چې د شپې ناوخته له دندې راغي د غلو په څېر کور ته دننه شو او مامامې په ګولۍ وويشت، ما باندې یې تېل وشیندل او غوښتل یې چې او راواچوي خو پلتې ورو وانخیست، خو په چاقو یې زما د لاس او مخ رګونه پرې کړل”

د بامیان ولایت د پولیسو قومندان “جنرال محمد صادق” وايي، چې د حمیدې خاوند کندهار کې د  ملي اردو سرتیری دی، چې پر نشه یي توکو روږدی دی.

ډاکترانو د مېرمن حمېدې وضعیت ترینګلی یاد کړی او ویلي دي چې ځانګړې درملنې ته اړتیا لري.

Tags

ورته مطالب

Back to top button