سيمه او نړۍ

کاناډا کې په یوه ښوونځي کې ډزې، ۹ تنه وژل شوي

د کاناډا د برټش کولمبیا ایالت د ټمبلر ریج ښار په یوه ښوونځي کې د ډزو په پېښه کې لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي، چې د دوو کسانو روغتیايي حالت نازک بلل شوی دی.

د فرانسې خبري اژانس (AFP) د راپور له مخې، رایل کاناډین پولیسو ویلي چې دا پېښه د سې شنبې په ورځ د ریج سېکنډري سکول په ودانۍ کې رامنځته شوې ده. له پېښې وروسته پولیسو په سیمه کې بېړنی خبرداری خپور کړی و، ځکه وېره موجوده وه چې بریدکوونکی ښايي لا هم په ښوونځي یا نږدې سیمو کې وي.

پولیس وايي چې د ښوونځي د لومړنۍ پلټنې پر مهال د شپږو کسانو مړي وموندل شول. یو بل ټپي کس روغتون ته د لېږد پر مهال ساه ورکړه. وروسته د ښوونځي د کارکوونکو د استوګنې له ودانۍ څخه هم د دوو نورو کسانو جسدونه ترلاسه شول. چارواکي باور لري چې دا ټول کسان د همدې برید کوونکي له خوا په نښه شوي دي.

پولیسو دا هم ویلي چې په همدې سیمه کې د یوه کس جسد موندل شوی چې ګومان کېږي هماغه برید کوونکی و، چې تر ډزو وروسته یې ځان هم په ډزو وژلی دی. ځايي رسنیو راپور ورکړی چې شکمن بریدکوونکی یوه ښځه وه، خو پولیسو تر اوسه په دې اړه رسمي تأیید یا نور جزییات نه دي ورکړي.

د پولیسو د ولسوالۍ قوماندان کین فلوېډ ویلي: «دا یوه ناڅاپي او ډېره دردونکې پېښه وه، چې د ښوونځي د کارکوونکو او د سیمې د خلکو همکارۍ زموږ د عملیاتو په بریالیتوب کې مهم رول ولوباوه.» نوموړي زیاته کړه: «دا زموږ د ښار او ټولنې لپاره یو سخت او له احساساتو ډک ورځ وه.»

ټمبلر ریج ښار د برټش کولمبیا د تر ټولو لوی ښار وینکوور نه شاوخوا ۱۱۰۰ کیلومتره شمال ته موقعیت لري. د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او چارواکو ویلي چې نور معلومات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

Tags

ورته مطالب

Back to top button