سيمه او نړۍ
هندي ځواکونو د پاکستان ۳ پوله ساتي عسکر وژلي

د پاکستان د پوځ عامه اړیکو دفتر وايي، هندي ځواکونو د پاکستان سره په پوله کې د کنټرول په کرښه کې پر پاکستاني ځواکونو برید وکړ چې په پایله کې ۳ تنه پاکستاني سرتیري ووژل شول.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې هندوستان د کشمیر مسئلې ته د خلکو پام بل لوري ته د اړولو په خاطر د کنټرول په کرښه کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو برید کړی چې په پایله کې ۳ تنو پاکستاني پوله ساتو ژوند د لاسه ورکړ.
په بیان کې راغلي دي چې پاکستاني لوري هم په هندي لوري ځوابي بریدونه شوي چې هندي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې.



