
نن ماښام مهال طالبانو د کندوز ښار په مرکزي څلور لارې کې د کندوز پر امنيه قومندان او ورسره پوليسو موټربم برید کړی و، چې پر مهال يې د امنيه قومندان په ګډون ګڼو پوليسو او سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندوز ولايت چارواکي وايي، په دغه برید کې د کندوز امنيه قومندان منظور ستانکزی، د امنيه قومندانۍ وياند سيد حسين سروري، مرستيال وياند نصير او ګڼ نور پوليس ټپيان دي.
امنيه قومندان په دغه بريد کې ټپي شوی و، چې ورسته يې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
د طالبانو په دغه موټربم کې دوه خبريالان هم وژل شوي دي.



