افغانستانسلايډ

امریکا جنرال دوستم ته د خپلې دندې پرېښودو بدل کې د امنيتي ادارو مشري ورکوي

د امريکا په هڅو د يوه سياسي هوکړه ليک پر اساس د رامنځته شوي ملي يووالي حکومت موده راتلونکې وږي مياشت کې پای ته رسېږي او اوس امريکا هڅې کوي دغه حکومت په يوه طريقه دوام وکړي.

کابل نيوز د يوې باوري سرچينې له خولې ليکلي دي، چې امريکا غواړي جنرال دوستم د ولسمشر د مرستيالۍ له دندې لرې او پر ځای يې اجرايه رييس ډاکټر عبد الله عبد الله مرستيال وټاکي.
امريکا جنرال دوستم ته د خپلې اوسنۍ دندې د پرېښودو بدل کې د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو او ملي امنيت د رهبرۍ وړانديز کړی، څو په داسې کولو د ملي يووالي حکومت موده يو ځل بيا وغځول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشر غني او جرايه رييس عبد الله عبد الله تر منځ تر اوسه  په نږدې هره مسله کې د نيم په نيمه واک کارولو سيالي روانه ده، چې وروستۍ بېلگه يې د برېښنايي پېژند پاڼې وېش دی.
ځينې امريکايي او ډېری افغان سياستوال په دې اند دي، چې امریکا په لوی لاس د افغانستان وروستۍ ولسمشريزې ټاکنې گډې وډې کړې او وروسته يې واک د ولسمشر او اجرايه رييس تر منځ ووېشه. دغه کار د ولسمشر غني ډېری پلويان له هغه ناراضه کړل.

د امريکا له لوري د ملي يووالي حکومت د مودې غځولو لپاره دا هڅې په داسې حال کې کېږي، چې په ټول هېواد کې درنې جگړې روانې دي. تېره ورځ د هلمند، کندهار، روزگان او زابل ولايتي شوراگانو له حکومته وغوښتل، چې ژر تر ژره د روان بحران د حل او د حکومت د برخليک ټاکلو په موخه لويه جرگه جوړه کړي، خو حکومت په دې اړه کومه دلچسپي نه ده ښودلې.

بل پلو شنونکي د امريکا له لوري دغه هڅه کاميابه نه بولي او وايي، چې شايد معکوسې پايلې ولري.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button