
د ولسمشر غنی په فرمان کې راغلی دی چی د لوی اختر رارسیدو، مخالفینو په وړاندی حسن نیت او سولې خبرو اترو پرمختګ په نسبت ۳۵ تنه طالب بندیان آزاد شی.
په فرمان کې همدارنګه راغلی دی چی افغانستان حکومت د پایدار سولې او اوربند لپاره، هر وخت مذاکره او خبرو اترو لاره خلاصه پریښی دی، ترڅو ټول لوری جګړی ته پای ټکۍ کښیږدی او خبرو اترو او نرمتیا غوره کړی.
د یادونې وړ ده چې د اختر په شپه طالبانو هم ۷۴ تنه بندیان چې حکومتي منسوبین ول د خپل مشر په امر ازاد کړل.



