
محمد اشرف غني د خپلو انتخاباتي منډو ترړو په لړ کې پرون جمعې په ورځ د لویې جرګې په تالار کې په خپله يوه کمپایني غونډه کې ژمنه وکړه چې د صنعت او سوداګرۍ د ودې لپاره به ځانګړې طرحه جوړوي او افغانستان به د اسیا د برښنا د کنټرول په مرکز بدلوي.
ولسمشر غني ویلي، که چا سوداګرو او پانګه والو ته ستونزې جوړي کړي نو جدي چلند به ورسره وکړم هغه زیاتوي”افغانستان به صنعتي کوئ، په پښو به یې دروئ او سیال د سیالانو به یې ګرځوئ، افغانستان به په څلور لارې د اسیا بدلېږي، دومره پیسې چې د برښنا په سوداګرۍ کې وي، په سوداګریزو اموالو کې به نهوي.”
محمد اشرف غني په ټول هېواد کې د اتو اقتصادي زونونو د جوړولو ژمنه هم وکړه او ویېویل چې هر څه باید کابل محوره نهوي.
د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره ټاکنیزې منډې ترړې شااوخوا درې اوونۍ وړاندې پيل شوي چې د میزان تر څلورمې به دوام وکړي.
د ولسمشریزو نوماندانو څخه تراوسه یو نوماند زلمی رسول د ولسمشر غني په وړاندې د نوماندۍ څخه تېر شوي او “دولت جوړوونکي” ټیم سره یو ځاې شوي ده.



