خبرونه

د محکمې پر کارکوونکو د برید پړه طالبانو ومنله

وسله والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د هغه برید پړه ومنله چې نن سهار یې د کابل لوېدیځ، باغ داوود سیمه کې د وردګو ولایت اړوند د محکمې د کارکوونکو موټر په نښه کړ.

د کورنیو چارو وزارت د وینا له مخې، په دغه برید کې لس تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

وسله والو طالبانو د برید د پړې منلو سره ویلي چې ۲۲تنه قاضیان او څارنوالان چې میدان وردګو ته پر لار و، وژل شوي او ټپیان شوي.

طالبانو ویلي، د قاضیانو موټر یې د خپلو هغو شپږو تنو ملګرو د اعدام په غبرګون کې په نښه کړ چې څه موده مخکې په کابل کې په دار وځړول شول. طالبانو ګواښ کړی و چې د عدلي ارګانونو کارکوونکي به په نښه کوي.

طالبان داسې مهال دا برید ترسره کوي چې نن دغې ډلې مولوي هبت الله اخوندزاده د خپل نوي مشر په توګه وټاکه. د اخوندزاده په اړه ویل کېږي چې په شرعي مسئلو کې تر نورو طالبانو توندلاری دی.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button