افغانستان

کونړ کې چاودنې اوو پوليسو ته مرگ ژوبله اړولې

د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې د پوليسو پر يوه رېنجر موټر د چاودنې په ترڅ کې اوو پوليسو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

د ناړۍ امنيه قوماندان حاجي يوسف رسنيو سره خبرو کې د پېښې پخلی کړی او ويلي يې دي، چاودنه د سړک د غاړې د بم له امله رامنځته شوه او له امله يې پينځه پوليس ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.

د چاودنې پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې ده.

ناړۍ ولسوالۍ د کونړ له مرکزه نږدې اتيا کيلو متره لرې پرته غرنۍ سيمه ده او وسله وال په کې پراخ فعاليت لري.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button