افغانستانراپورونه

طالبان: کابل برید کې دولس بهرنیان او اته د ملي امنیت عسکر وژل شوي

طالبان وایي، د کابل په سهارني موټر بم برید کې یې دولس بهرني عسکر وژلي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یو بیان کې ویلي چې دغه برید کې درې لنډ کروزر موټر ویحاړ شوي دي.
هغه ادعا کړې چې د ملي امنیت اته منسوبین هم دغه برید کې وژل شوي دي.
خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې یو ټونس موټر د کابل په شش درک تالاشۍ خپل ځان له یو لنډ کروزر سره الوزوي.
چارواکي بیا وایي چې دغه برید کې د ملکي وګړو په ګډون لس تنه وژل شوي دي.
ولسمشر محمداشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله په یو بیان کې دغه برید غندلی دی.

Tags

ورته مطالب

Back to top button