افغانستانراپورونه

بلوچستان کې د طالب مشر ورور وژل شوی

رپوټونه وایي، د بلوچستان په کچلاغ سیمه کې په یو جومات کې د یوې چاودنې له امله د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده یو ورور وژل شوی دی.
د خامه پرس او وي او ای ډیوه په ګډون ګڼو رسنیو لیکلي چې ملا احمدالله په هغه جومات کې وژل شوی چې پخوا کې اوسني طالب مشر کله نا کله مونځ ورکاوه.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دغه چاودنه چې نن د جومې د مانځه پر مهال شوې، څلور تنه نور هم په کې وژل شوي دي.

Tags

ورته مطالب

Back to top button