
د کابل ښار شپږمې امنيتي حوزې شهر دوبۍ هوټل کې د واده پر مراسمو چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي ويلي، دا پېښه تېره شپه ۱۰:۴۰ د شهر دبۍ هوټل د سړيو په سالون کې شوې ده.
د کورنيو چارو وزارت تر اوسه د مرګ ژوبلې کره شمېر نه دی ياد کړی، خو عيني شاهدان وايي، په دغه پېښه کې لسګونو ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په دغه چاودنه کې ۶۳تنه وژل شوي ۱۸۲ تنه ټپیان دي، د سيمې خلک وايي، چاودنه ډېره قوي وه او تر لرې ځايه يې غږ اورېدل شوی دی.
د پېښې مسووليت تر اوسه چا نه دی منلی، خو طالبانو دغه پېښه غندلې ده.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټ کې د کابل د تېرې شپه چاودنه غندلې او وايي، چې وايي، د ښځو او ماشومانو وژنه قصدي او وحشي عمل دی.



