افغانستان

كابل: د روسيې سفارت ته څېرمه چاودنه شوې

شېبه وړاندې د کابل غرب لور ته پر دار الامان سړک د روسيې سفارت ته څېرمه چاودنه شوې ده.

عيني شاهدان وايي، گمان کېږي بريدگر خپل له چاودېدونکو توک ډک موټر ته چاودنه ورکړې ده. د چاودنې له امله سیمه کې اور بل شوی دی، پوليسو سيمه کلابنده کړې ده.

دا چاودنه په داسې حال کې شوې ده، چې د کورنيو چارو وزیر نور الحق علومي نن کابل کې د دوه امنيتي حوزو مسوولان په دندو کې د غفلت له امله گوښه کړي دي.

د چاودنې د تلفاتو او هدف په اړه لا څه نه دي ويل شوي، نه پړه چا پر غاړه اخيستې ده، بشپړ جزيات به وروسته پر ليکه شي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button