افغانستان

سنگين: له سقوط وروسته امنيتي چارواکي او پوليس کلابند دي

وسله والو طالبانو له درنو جگړو وروسته پرون مازيگر د هلمند سنگين ولسوالۍ ونيوله.

د امنيه قوماندانۍ چارواکو رسنيو ته ويلي، د ولسوالۍ ودانۍ او امنيه قوماندانۍ طالبانو نيولي او يو شمېر پوليس او امنيتي چارواکي ولسوالۍ ته څېرمه يوه سرای کې د طالبانو له لوري کلابند دي.

په داسې حال کې چې د هلمند د ولايتي شورا غړي او نور چارواکي د سنگين د سقوط خبره کوي، د والي وياند عمر ځواک دا خبره ردوي او وايي چې سنگين کې سخته جگړه روانه ده.

د سنگين د ټولنیزې شورا غړي غلام جان اکا تاييد کړې، چې طالبانو د ولسوالۍ ودانۍ، ښاروالۍ ودانۍ، سنگين بازار او نورې سيمې نيولې دي، او د سرتېرو جسدونه او ټپيان ورپاتې دي، هغه زياته کړې ده، د ولسوالۍ ټول نظامي تجهيزات، موټر او وسلې هم طالبانو له ځان سره وړي دي.

بل لور ته د هلمند مرستيال والي او د ولسي جرگې رييس عبد الرووف ابراهيمي د هلمند ولايت د سقوط وېره څرگنده کړې ده او له ولسمشر او نورو چارواکو يې غوښتي چې د ولايت حالات کنټرول کړي.

مرستيال والي محمد جان رسول يار تېره ورځ د جگړو په ترڅ کې د ۹۰ تنو سرتېرو د وژل کېدو پخلی هم کړی و.

همدا راز په ولسي جرگه کې د هلمند د خلکو استازو څرگنده کړې ده، چې که گرشک ولسوالۍ هم د طالبانو لاس ته پرېوځي، هرات، فراه او کندهار به له گواښ سره مخ شي.

وسله والو طالبانو رسنيو ته په استولي ايميل کې د سنگين د نيولو پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې لا هم هلته جگړه روانه ده.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button