
راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند سید نورالله جلیلي وايي، د بریا په صورت کې به د افغانستان اسلامي جمهوري نظام، اسلامي امارت ته واړوي.
ښاغلی جلیلي وايي، د اسلامي امارات په راتګ سره د ټولو افغانانو حقوق په مساوي ډول تضمین کېدای شي.
هغه دا خبرې نن د ازادۍ راډیو سره په یو مرکه کې کړي، دی وایي: اسلامي امارت د پیغمبرانو او خلفاو طریقه ده او جمهوري هغه نظام دی چې د بشر په لاس جوړ شوی، که زه ولسمشر شم، ژر تر ژره به د اساسي قانون لویه جرګه را وغواړم او هلته به د افغانستان جمهوري نظام، اسلامي امارت ته واړوم، هغه ټول نامعلوم اړخونه چې طالبان یې په مقابل کې هره ورځ لسکونه افغانان وژني، هغه ټول به حل کړم، د دې لپاره چې دلته د افغانانو د ژوند مسئله ده.
ښاغلي جلیلي وویل، که اړتیا ولیدل شي، د سولې د ټینګښت لپاره حاضر یم چې ملي سرود او د افغانستان درې رنګه بیرغ هم بدل کړم.
هغه وایي، د اړتیا په صورت کې اړینه بولم چې په ښوونځيو کې د نجونو او هلکانو ټولګي هم له اتبدايي دورې وروسته بېل شي.
ښاغلي جلیلي تېره شپه په کابل کې په یوه شخصي ټلویزیون کې د یوې مناظرې پر مهال ویلي چې د طالبانو مبارزه د شاه امان الله خان لاره وه.
هغه د ازادۍ راډیو سره په مرکه کې دا هم ویلي، چې د طالبانو جګړه په افغانستان کې مشروعیت لري.
هغه که څه هم د افغان امنیتي ځواکونو جګړه د خپلې خاورې د دفاع په خاطر مشروع بولي، خو وايي چې افغان امنیتي ځواکونه کور کورانه جګړه کوي.
د ارګ يو ویاند صدیق صدیقي دې خبرو سخت پر غصه کړي او غوښتنه کړي چې نوموړي نوماند څخه دی اړوندې ادارې د دغو څرګندونو په اړه پوښتنه وکړي، دغه څرګندونې غیر مسؤلانه او د هېواد ملي امنیت ته ګواښ دي.
خو نورالله جلیلي ارګ او اجرائیه ریاست د دې غبرګونونو په اړه داسې ګواښي: که دوی له ما څخه څه نا څه پوښتنې شروع کړي، زه به له هغوی څخه سلګونه مواردو کې پوښتنې وکړم، د افغانستان وضعیت به دومره پېچلی شي چې بیا به څوک خپله لاره هم پیدا نه کړي.



