
د حزب اسلامي مشر او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې کاندید ګلبدین حکمتیار ویلي چې افغان دولت کمزوری دی.
سپوتنیک د طلوع نیوز په حواله لیکلي چې هغه ویلي، د امریکا د وتلو په صورت کې به د افغانستان دولت سقوط وکړي.
نوموړي د هېواد اوسنی وضعیت له ۱۹۹۰ یمو کلونو سره مشابه وباله چې په وینا یې پخواني شوروي اتحاد د نجیب الله حکومت یوازې پرېښود او بیا یې حکومت سقوط شو.
حکمتیار وروستیو کې په حکومت سختې نیوکې کړي.
هغه وړاندې افغانستان بشپړ اشغال شوی هېواد بللی و.



