
په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د نهم پړاو خبرې تېره شپه هم تر دوه نيمو بجو پورې روانې وې، د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين ويلي، تېره شپه هم تر دوه نيمو بجو له امریکايي پلاوي سره په خبرو لګيا وو او نن يوه نيمه بجه به يو ځل بيا دغه خبرې پيل شي.
د ښاغلي شاهين په وينا په دغو خبرو کې د طالبانو سياسي مرستيال او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او د امریکايي ديپلوماتانو مشر مرکچي زلمي خلیلزاد هم ګډون درلود.
قطر کې خبریال سمیع یوسفزئ وايي، چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ ډیر جنجالي ټکۍ هغه د “اسلامي امارت”نوم ده چې طالبان پرې ډیر تاکید کوي.
داسې ښکاري، چې د سولې مسودې له نهايي کېدو سره به پر ټاکنو د اشرف غني ټينګار هم کمزوری شي.



