افغانستانراپورونهسلايډ

طالبان: که زموږ پالیسي و نه منل شي، نو جګړه به ادامه ولري

طالبانو د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې ویلي وو، امریکا په افغانستان خپل پوځي حضور راکموي، خو استخباراتي حضور به ولري.
د طالبانو د قطر د دفتر ویاند سهیل شاهین اریانا نیوز ته ویلي چې که امریکایان، د استخباراتي حضور تر څنګ، خپل پوځیان له افغانستانه و نه باسي، نو د سولې خبرې به لومړي حالت ته لاړې شي.
شاهین زیاته کړې “زموږ پالیسي روښانه ده، د خبرو له لارې د افغانستان اشغال پای ته رسول، خو که چېرې زموږ لاره او پالیسي و نه منل شي، نو پوځي لاره به ادامه پېداکړي.”
تر اوسه د طالبانو او امریکایانو تر منځ اته پړاوه خبرې شوي، خو لا هم کوم توافق ته نه دي رسېدلي.
تمه کېږي چې دواړه لوري به ژر نهم پړاو خبرې پېل کړي.

Tags

ورته مطالب

Back to top button