
وړاندې ویل شوي وو چې د کنړ په دانګام ولسوالۍ کې د زبیر په نوم یو ځوان د کوم طالب له لوري د موسیقۍ د اورېدو له امله وژل شوی دی.
د کنړ والي هم ویلي وو چې دغه شخص د وسله والو له لوري وژل شوی دی.
خو طالب ویاند بېګا ناوخته په دې اړه وضاحت ورکړ او د دغه شخص په وژلو کې یې د خپلو جنګیالیو لاس لرل رد کړل.
ذبیح الله مجاهد ویلي، په دې اړه خپاره شوي رپوټونه ردوي.
ټولنیزو شبکو کې هم د زبیر وژلو ته توند غبرګونونه ښودل شوي دي.



