افغانستانراپورونه

طالبان: د کشمير مسئله له افغانستان سره مه تړئ

طالبانو د کشمير پر سره د هند او پاکستان ترمنځ پېښ شوي بحران په اړه خپله خواشيني ښوولې ده.
د طالبانو له رسمي ادرسه رسنيو ته په لېږل شوې ويناپاڼه کې راغلي، چې د هند له لوري د کشمير نيمه خپلواکۍ لغوه کولو او هلته د زرګونو پوځيانو ځای پر ځای کولو له امله د کشمير مسلمانان له ستونزو سره مخ دي.
طالبانو د دواړو هېوادونو پر چارواکو غږ کړی، چې شته ستونزه د خبرو له لارې اواره کړي او په ورته وخت کې يې له ملګرو ملتونو او اسلامي کنفراس څخه هم غوښتي، چې سيمه کې د تاوتريخوالي د کمولو په موخه بېړني ګامونه پورته کړي.
طالبانو د يو شمېر پاکستاني چارواکو او سياسي مشرانو هغو څرګندونو ته هم اشاره کړې، چې د کشمير مسئله يې له افغانستان سره تړلې بللې ده.
اعلاميه کې راغلي، د کشمير مسئله له افغانستان سره تړاو نه لري او دغه مسئله د افغانستان قضيې سره تړل د وضعيت په ښه کولو بې ګټې بولي.
طالبان ټينګار کوي، چې د افغانستان مسئله جلا ده او بايد د نورو هېوادونو د سیاليو ډګر نه وي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button