افغانستان

روسيه: د امريکا له نوي ولسمشره د طالبانو غوښتنه پر ځای ده

روسيې د امريکا له نوي ولسمشره د افغان طالبانو غوښتنه ډېره پر ځای بللې ده. طالبانو پرون د يوې خبرپاڼې له لارې له ډونالډ ټرمپ نه وغوښتل، چې خپل ټول سرتېري دې له افغانستانه وباسي او افغانان دې پرېږدي، چې يو خپلواک نظام ولري.

د روسيې بهرنيو چارو وزارت د طالبانو له خبرپاڼې خپرېدو وروسته څرګنده کړه، چې مسکو له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د ويستلو په اړه د طالبانو غوښتنه ډېره پر ځای بولي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت يوه چارواکي او کابل کې د ولسمشر پوتين ځانګړي استازي ضمير کابلوف په دې اړه وويل: «موږ په دې اند يو، چې د امريکا نوې اداره به افغانستان کې لا ښه او مناسب سياست پر مخ يوسي». نوموړي له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه د طالبانو غوښتنه سموونکې بللې ده.

هغه په خپلو خبرو کې وويل، چې له دې هر څه سره سره دې د امريکا نوی ولسمشر په دې پوی وي، چې د افغانستان د ستونزې اواری د روسيې او د ټولو سيمه‌ييزو قدرتونو له ګډون پرته ناشونی دی.

روسيه په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې د ټرمپ بريا ته خوشبينه او خوښه ده او هغه هم روسيې سره د ښو اړيکو وړاندوينه کړې ده. د امریکا نوي ولسمشر د ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال ويلي وو، چې له روسيې سره به اړيکې نږدې کړي. د روسيې ولسمشر هم په خپلو خبرو کې د ډونالډ ټرمپ ستاينه کړې وه او هغه يې د بريا په صورت کې د امریکا يو مناسب ولسمشر بللی و.

خو دا چې ټرمپ به د طالبانو د دې غوښتنې او د روسيې مشورې ته څه ډول غبرګون وښيي، لا معلومه نه ده. کابل کې د امريکا سفير تېره ورځ د نوموړي له ولسمشر ټاکل کېدو وروسته وويل، چې امريکا به د افغانستان په اړه خپل نظر بدل نه کړي او «همکارۍ» ته به يې دوام ورکړي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button