افغانستانسلايډ

کابل: وسله والو بريدونو له پنځوسو ډېرو کسانو ته مرگ ژوبله اړولې

د کابل په کارته سخي کې د شيعه گانو پر يوه زيارت د وسله والو په بريد کې لږ تر لږه څوارلس تنه وژل شوي او له څلوېښتو ډېر نور ټپيان دي.

کابل نيوز ليکلي، چې پينځو تنو وسله والو بريدگرو د امنيتي ځواکونو له يونفورمه په گټه اخيستو پر ياد زيارت بريد وکړ او دغه مرگ ژوبله يې پېښه کړه.

د کابل پوليس وايي، چې وسله والو لومړی د سخي زيارت محوطه کې پر خلکو ډزې وکړې او وروسته دغه جومات ته ننوتل او خلک يې يرغمل ونيول. جومات کې هغه شيعه گان راټول و، چې د حسين رضي الله عنه د شهادت په مناسبت يې په جوړو شويو مراسمو کې گډون کړی و.

د عامې روغتيا وزارت له پېښې وروسته خبر ورکړ، چې شاوخوا څلوېښت تنه ټپيان د کابل روغتونو ته لېږدول شوي دي، چې مېرمنې هم په کې دي.

له همدې بريد لږه شېبه وروسته د کابل په څلورمه کارته کې هم د «چهاريار» په نوم پر يوه جومات وسله والو بريد کړی. د کورنيو چارو وزارت صديق صديقي د دې بريد پخلی کړی خو د تلفاتو په اړه يې څه نه دي ويلي.

ولسمشرۍ ماڼۍ پر سخي زيارت بريد په کلکو ټکو غندلی او د ولسمشر غني له قوله يې ليکلي، چې ترورستي بريدونه د ديني، مذهبي او ملي مناسبتونو د لمانځلو خنډ نه شي گرځېدی.

د دغو بريدونو پړه تر دې دمه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button