افغانستانسلايډ

حکمتيار په نوي پيغام کې اشرف غني د امريکا «ذليل او سپک غلام» بللی

د حزب اسلامي افغانستان مشر ګلبدين حکمتيار په خپله نوي خپاره شوي پيغام کې د افغانستان اوسنی حکومت مزدور بللی او زياته کړې يې ده چې امريکا افغانستان اشغال کړی دی.

هغه دغه څرګندونې د ترکيې ولس ته د پوځي کودتا پر وړاندې د درېدو په اړه يوه پيغام کې کړې دي چې په شهادت ورځپاڼه کې خپره شوې ده. په ياد پيغام کې د حزب اسلامي مشر د ترکيې د ولس د کړنې د مبارکۍ او پرې شکرګذارۍ تر څنګ د افغانستان خلکو ته هم خپل پيغام استولی دی.

حکمتيار افغانانو ته ويلي چې د ترکيې د خلکو په د «مزدور حکومت» او «اشغال» پر وړاندې د ترکانو په څېر لاره غوره کړي. هغه ليکي «زه پر خپل ولس هم غږ كوم چي راشئ د پرديو او د هغوى د ذليلو او سپكو غلامانو د واكمنۍ پاى ته رسولو لپاره د خپلو تركي وروڼو لار غوره كړئ».

حکمتيار زياتوي: «يقيناً چي زما په سرلوړي ولس كي دا همت شته، په څلورو لسيزو كي ئې له دوو سترو زبرځواكونو سره ډغري ووهلې، كه تصميم ونيسي او د باهمته تركانو په څېر سړكونو ته راووځي هم به اشغال پاى ته ورسوي، هم به د اشغالگرانو په لاس تپل شوى مزدور حكومت نسكور كړي، هم به جگړہ پاى ته ورسوي».

د يادونې وړ ده چې لنډه موده وړاندې د حکمتيار او افغان حکومت تر منځ د سولې خبرې اترې وروسته له دې چې بريا ته ډېرې نږدې شوې وې، ناکامه شوې.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button