خبرونهسلايډ

ولسمشر د دوشنبې په لور رهي شو

د ولسمشرۍ ماڼۍ خبر ورکوي چې ولسمشر اشرف غني د دوو ورځو لپاره تاجکستان ته رهي شو. اشرف غني د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان په بلنې دې هېواد ته سفر کړی.

په دې سفر کې له ولسمشر سره یو جگپوړی دولتي هیات هم ملتیا کوي.

دې سفر کې به د دواړو هېوادونو مشران په دوه اړخیزو اړیکو او د دواړو هېوادونو تر منځ په گڼو برخو کې د مرستي په اړه نظریو باندې فکر وکړي.

دواړه ولسمشران به همداراز د گڼو همکاریو د ترسره کولو په اړه پریکړه لیکونه لاسلیک کړي او ورسره به د تاجکستان د ملي پوهنتون محصلینو ته وینا هم وکړي.

د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د اوبو او انرژۍ چارو وزیر علي احمد عثماني او د برېښنا شرکت مشر قدرت الله دلاوري په دې سفر کې له ولسمشر سره شامل دي.

 

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button