افغانستانراپورونه

ولسمشر غني: ناکامورا یو«افغان اتل» وه

د ننګرهار ولايت مرکز، جلال آباد ښار په مربوطاتو کې د وسلوالو کسانو په ډزو ووژل شو. وسلوالو د هغه پر حامل موټر ډزې وکړې چې په پيښه کې له هغه سره پنځه تنه نور هم ووژل شول.

تيره ورځ د ناکامورا ميرمن او لور او د ناکامورا درې پخواني همکاران کابل ته راغلل تر څو د هغه جسد جاپان ته انتقال کړي

 ولسمشر غني د ناکامور د جسد د سپارلو په مراسمو کې وويل: «موږ به د هغه د وژنې عاملان پيدا او حساب به ورسره وکړو.» غني، په خپلو خبرو کې داکتر ناکامورا د يو «افغان اتل» په توګه ياد کړ او وې ويل چې هغه خلکو ته د خدمت په لار کې خپل ژوند قرباني کړ.

د ارګ په فيسبوک پاڼه کې هم د دغو مراسمو کې د غني د خبرو نقل کړی دی. په يوه برخه کې د غني له قوله ويل شوي: «د ده روح به موږ ته ګوري او د خپلو پروژو تکمیل به غواړي. موږ به دا ټولې پروژې تکمیلوو او د ډاکټر ناکامورا په نوم به یې نوموو.»

په دغو مراسمو کې چې د کابل په هوايي ډګر کې جوړ شوي وو، په کې د ډاکتر ناکامورا د کورنۍ غړو او يو شمير جاپاني ديپلوماتانو هم حضور درولود.

ډاکتر ناکامورا له کلونو راهيسې په ننګرهار ولايت کې د اوبو لګونې او کرهڼې په برخه کې کار کاوه. هغه د سيمې د اوسيدونکو په منځ کې په «کاکا مراد» باندې مشهور وو.

Tags

ورته مطالب

Back to top button