سلايډنظر او تحلیل

ناکامورا، د افغانانو کاکا مراد خائنانه ووژل شو

استاد محمد زمان مزمل

د افغانانو په دښمنیو یو بریک:

په افغانستان کې جنګ له پیله روسي رنګ نه درلود د کودتاو حکومتونو او د وروستۍ کودتاه بې تدبیره اجراآتو د یو لنډپاري نظام په خلاقیت کې جنګ مداخلې او اشغال وزیږوه.

جنګ، مداخلې او اشغال هر یو پخپل رنګ او خپل پړاو کې افغانان د متجاوزینو او مداخلګرو په اړه دومره په کرکو او دښمنیو لتاړ کړ چې کله کله ځینې پکې د اسلام په هغه شنو کمربندو پښې ږدي چې د لوی انسانیت په اړه دې دین خپلو پیروانو ته په میراث پریښي.

د خدای پیغمبر کله هم چې قومندانان رخصتول دا یې له یاده نه ایستل:

چې بوډاګانو ته به څه نه وایئ،ماشومانو ته به څه نه وایئ،ښځو ته به څه نه وایئ، په مذهبي ځایونو کې د مذهب مشرانو علاقمندانو ته به څه نه وایئ او غیرې محاربو سره مو کار نشته .

ولې مونږ افغانان په تېرو څلویښتو کلونو کې د کرکو څپو هومره له ځمکې پورته کړو چې مونږ د هغو غیرې مسلمو وګړو په اړه چې دا څلویښت کاله له مونږ سره خواخوږي کوي چې یو یې همدغه جاپانی کاکا مراد وو هغه هم دغه ماحول په خطر کې وغورځوه.

زه باور لرم چې زمونږ دین او زمونږ ملت د خلکو د احسان په قیمت تر هر بل مذهب او تر هر بل ملت ښه پوهیږي او نن چې د کاکا مراد جاپاني که رښتیا یې ووایم جاپاني الاصله افغاني په اړه پدې ملت کې د غم ټغر خور دی دا ددې لوی ثبوت ده چې اسلام او بیا افغان ملت کې د ښو سړو او ښو کردارو لپاره د ارزښت همدومره بستر او همدمره ظرفیت شته ده

ولې مونږ افغانان باید پوه شو چې پدې څلویښتو کلو کې د روانې انسان وژنې او هغې انسان وژنې په اړه چې شریعت یې اجازت نه ورکوي بیا هم مونږ په کرایه اخیستل کیږو او په ارزانه اخیستل کیږو.

کیدای شي کاکا مراد همدغسې په کرایه اخیستل شوو لاسونو ګذار وژلی وي چې دوه ملتونه یې په غم متأثر دي.

دومره لیرې مسافري…،دومره اوږده مسافري… او دومره په هر لحاظ د یو لیرې بېګانه ملت په خدمت کې او هغه هم د یوې انساني خواخوږۍ له مخې دا ټول لیرې او ستونزمن ارزښتونه ناکامورا په افغانستان کې ژوندي ساتلي و.

په کاکا مراد ځکه ډیر متأثر شو چې هغه نه ددین، نه د خاورې او نه د وینې پوروړی و چې دلته په ننګرهار کې د خاورې او خلکو خدمت وکړي.

ولې زه خپلو افغانانو ته وایم چې په اسیا کې دوه ملتونه ډیر ورته تاریخ لري او ما د دواړو تاریخ پوره لوستی:

چې یو یې افغانستان دی او بل یې جاپان او دواړه استعمار په همدې خاطر ډیر وځپل.

زه خپلو افغانانو ته وایم چې تاسې هره ورځ د ورځې تر سلو زیات کاکامرادان له خپل تباره وژنئ او د جنک دواړه لوري د جنګ لوړ ارقام داسې لیکي چې هر طرف پرې ویاړ کوي.

یو ملت چې ملي ارزښتونه ولري نه باید دومره اوږد په جنګ کې پاتې شي… نه باید نیم د یو بېګانه سره ودریږي او بیا یې پخپلو کې وجنګوي او بیا بل پړاو کې نیم د بل بېګانه سره ودریږي او بیا یې پخپلو کې وجنګوي.

مونږ چې یو ویاړمن تاریخ لرو باید په یو اوچت تهذیب ددې جنګ لپاره د پای ټکی وختي ایښی وائ او ددې اجرتي قاتلانو د راتګ دروازه مو لا وختي قلف کړې وائ چې کاکا مراد تر ډیرو پورې زمونږ د هغو ننګرهاریانو په خدمت کې وای چې د ننګرهار بډایان او لوړپوري یې د نشې په کاسو مصروف دي.

Tags

ورته مطالب

Back to top button