
نا معلومو وسله والو نن سهار اته بجي دجلال اباد ښار اړوند لومړۍ ناخيه کى د (pms) په نوم جاپانۍ موسسې د کار کونکو پر موټر ډزې کړي دي.
دننګرهار د والى وياند عطاالله خوګياني ویلي په دې پيښه کې د دغې موسسې پنځه تنه کار کوونکي وژل شوي او د موسسې مشر ناکامورا پکې ټپي شوی دى.
ډاکټر ناکامورا په ننګرهار ولايت کې د ميليونونو ډالرو د بيارغونې کارونه ترسره کړي دي.
ولسمشر غني نوموړي ته د افغانستان تابعيت هم ورکړى و.
ديادولو ده چى څو کاله وړاندې هم دهمدې موسسې يو بل کار کونکى د وسلوالو طالبانو له لوري وژل شوي و.
پي اېم اېس یوه کرنیزه موسسه ده چى له کلونو را پديخو ا په ننګرهار کى فعالیت کوي.
دغې موسسې له کونړ سينده ګڼ شمير د اوبو سربندونه رابيل کړي او زرګونه هکتاره دښتي یې خړوبه کړي دي.



