ناکامورا

حفيظ الدين پيرزاده
ناکامورا ناکام سړی و. ھغه خپل ژوند د یوہ داسې ولس چوپړ ته ځانگړی کړی و چې پر آسمان ستوری او پر ځمکه سیوری نه لري!
داسې یو ولس چې د دولت مشران یې د فاسدو، قاتلو، خاینو، جنگ سالارانو ساتلو ته وسلې او پیسې ویشي او خارجي دښمنان د ھغوی له منځه ھماغو ته پر سینو مډالونه ټومبي چې دوی یې ډیر وژلي وي!
زہ د مرحوم ملنگ جان دا خبرہ بابیزہ بولم چې وایي:
چې یې مور وي په دې خاورہ زیږولی
که په ھرہ ژبه گویا وي خو افغان دی
ځینې یې میندو په ھمدې خاورہ زیږولي خو د دې خاورې ھیڅ درد یې دوا نکړ بلکې د دې وطن په لاندې کولو کې یې له بھرنیانو سرہ مرسته وکړہ، زہ ھغوی افغانان نه گڼم!
خو ځینې یې میندو په نورو ملکونو کې زیږولي مگر بیا ھم د دې وطن په درد وخوړل شول، ناکامورا ھمداسې یو افغان و!
ھغه رښتینی افغان و، ځکه خو ووژل شو. ھغه ملي اثاثه وہ، ځکه خو لوټ شوہ، ھغه د ولس په درد دردمن و ځکه خو نن ولس پرې دردمن دی!
ښایي ھغه اوریدلي و؛ مَنْ تعلم لغة قوم، وقیٰ شرہ، ( څوک چې د کوم قوم ژبه زدہ کړي، له شر څخه یې په امان کیږي ) ځکه خو یې پښتو زدہ کړہ خو بیا ھم د شریرو له شرہ په امان نه شو!
ھغه یواځینی انسان و چې له دې خاورې یې بھر ته د څه وړلو ارادہ نه لرله بلکې دې خاورې او دې ولس ته یې له بھرہ څه راوړل، ھغه د مرستې په نوم طبیعي زیرمې نه غلا کولې، ھغه د دې ولس محسن و، د دې خاورې محسن و ھغه ځیگ پښتون و ځکه خو په فراق یې نن ټول ولس غمجن دی!
دریغه دریغه دریغه که یې مرگ په بدلیدو وای
سل به مې پرې ورکړل، ولې مرگ میلمه د دہ شو
ستر خوشال بابا
روح دې ښاد او یاد دې تلپاتې وي



