
د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي تېره شپه ځانګړو ځواکونو د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کي د دین محمد په کلي عملیات کړي او د وسله والو طالبانو زندان يې مات کړی او ۱۳ تنه يې ترې را خوشي کړي.
د افغانستان د دفاع وزارت ويلي،چي د تېرو شپږو میاشتو په اوږدو کې د طالبانو له یوولسو زیات زندانونه د افغان ځواکونو د عملیات پرمهال مات شوي او ۴۰۰ زندانیان چې ملکي او پوځي کسان پکې شامل و خوشي شوي دي.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.



