
وروسته له هغه چې پاکستاني چارواکو او طالب پلاوي ليدنه وکړه، افغان حکومت غبرګون ښودلی دی.
ارګ ويلي دي، پاکستان د هغې ډلې ملاتړ کوي چې لاسونه يې د خلکو په وينه سره دي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، له طالب پلاوي د پاکستاني چارواکو کوربه توب د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ټولو اصولو خلاف عمل دی.
صدیقي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، له پاکستاني چارواکو سره د طالب پلاوي وروستۍ لیدنه د سولې له پروسې سره هیڅ مرسته نه شي کولی.
ارګ دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې یو ۱۲کسیز طالب پلاوی له قطره پاکستان ته تللی او هلته یې د لومړي وزیر عمران خان په ګډون له ځینو لوړپوړیو دولتي چارواکو سره لیدلي دي



