افغانستانراپورونه

ملابرادر: چاچې مذاکرات لغوه کړل د راتلونکو جنګونو او مرګونو پړه د هغو پر غاړه ده

د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا برادر او ورسره پلاوي په چین کې د یاد هېواد له لوړپوړیو دولتي چارواکو سره لیدلي دي.

د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا لیدنه چې د چین په بهرنیو چارو وزارت کې ترسره شوه، دواړو لوریو د افغانستان پر روان وضعیت خبرې اترې کړې دي.

سرچینه کاږي، ملا برادر د سولې په اړه د اسلامي امارت دریځ روښانه کړی او زیاته کړې یې ده چې د سولې په اړه د دوی دریځ کې تغیر نه دی راغلی او اوس هم د خبرو له لارې د افغان شخړې پر حل باور لري.

سرچینه د برادر له خولې لیکي، که چېرته په قطر کې د سولې هوکړه شوې وای، ټاکل شوې وه نن دوی بین الافغاني خبرې هم پیل کړې وای خو په خبره یې، دا خبرې د امریکا له لورې لغوه شوې دي، نو د راتلونکو پېښو پړه به هم د امریکا او جنګ غوښتونکو پر غاړه وي.

 

Tags

ورته مطالب

Back to top button