افغانستانراپورونه

هلمند: یوه هوایي برید کې ۳۰ملکيان وژل شوي

هلمند کې ځايي چارواکي مني چې موسا کلا ولسوالۍ کې تېره شپه د هوايي برید له امله ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو ملي امنیت یوه اعلامیه کې ویلي چې د موسا کلا په تخت پل سیمه کې یې چې د ولسوالی د بازار شاته دی بمبار کړی او د القاعده پنځه مهم غړي یې وژلي دي. خو د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ویلي، له ځايي خلکو ترلاسه شوي مالومات ښيي چې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند والي ویاند وایي چې بمبار شوې سیمه د مخالفو وسله والو په لاس کې ده او دوی هڅه کوي چې د پېښې د ډول او د ولسي مرګ ژوبلې په هکله مالومات له کشفي ارګانونو ترلاسه کړي.

ځینې معلومات ښيي، چې د وژل شوو کسانو شمېر تر ۳۰ پورې رسېدلی دی خو رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

Tags

ورته مطالب

Back to top button