
مخکیني ولسمشر حامد کرزي له امریکا غوښتي چې له طالبانو د سولې خبرې بیا پېل کړي.
د اریانا نیوز د رپوټ له مخې، کرزي زیاته کړې چې خلک د خبرو د لغوه کېدو له امله نارامه شوي دي او د بیا پېل کېدو غوښتنه یې کوي.
کرزي د ولسمشر اشرف غني د هغو خبرو په اړه، چې ویلي وو، یوه اوونۍ زر تنه طالبان وژل شوي، ویلي چې غني دې د بهرنیانو د خوشالولو له پاره د زر تنو طالبانو په اعلان وشرمېږي.
کرزي د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو مخالفت هم اعلان کړ.
کرزي په یو خبري کنفرانس کې وویل، واقعي ټاکنې هغه شونې دي چې ټول وطن کې سوله وي.
کرزي د هېواد له مشرانو غوښتي چې ټاکنې وځنډوي.
ولسمشریزې ټاکنې د راتلونکې میزان په ۶ کېږي.



