افغانستانراپورونه

اسفندیار ولي: د ټرمپ پرېکړه به وضعیت سخت خراب کړي

د نشنل عوامي ګوند مشر اسفندیار ولي خان د امریکا د ولسمشر له لوري له طالبانو سره د خبرو د بندولو پرېکړه سمه نه ده بللې.
اسفندیار په یو بیان کې ویلي چې د ډونلډ ټرمپ پرېکړه به وضعیت سخت خراب کړي.
د هغه وینا، دا به هغه افغانان خواشیني کړي چا چې د سولې خبرو سره خپلې هیلې تړلې وې.
اسفندیار په ټوېټر لیکلي چې جګړه د ستونزو حل نه ده.
دا په داسې حال کې ده چې له کرښې دېخوا یو شمېر افغانانو بیا د ټرمپ پرېکړه ستایلې ده.
ټرمپ پرون له طالبانو سره د سولې خبرې بندې کړې.
د ټرمپ ظاهري دلیل دا و چې طالبانو په یو برید کې یو امریکایي سرتېری وژلی دی.

Tags

ورته مطالب

Back to top button