
د طالبانو د قطر د دفتر ویاند سهیل شاهین په خپل ټوېټر لیکلي “څو ورځې وړاندې مو له امریکایي ټيم سره توافقنامه نهایي کړه، متن یې د دواړو ټيمو د مشرانو له خوا په نښه او دقطر لوري ته وسپارل شو. ټول پرې راضي وو. پدې اتفاق وشو چې دقطر هیواد به یې اعلان کوي. پدې وخت کې ناببره د ولسمشرټرمپ ټویټونه دحیرانتیا وړ او یقیناخپل اعتبار یې زیانمن کړی.”
د امریکا ولسمشر نن وویل چې طالبانو سره یې خبرې ودرولي.



