
ټرمپ په خپله ټويټرپاڼه کې ويلي، چې طالبانو سره د سولې کول بې ګټې دي، هغوی د خپل کاذب ځواک ښودو لپاره د دوی يو غښتلی عسکر او يوولس نور کسان وژلي دي.
ټرمپ وايي، څوک، چې دومره بې ګناه خلک وژلی شي، ښايي د دې توان هم ونه لري، چې د سولې يوه ګټوره او با مفهومه هوکړه ورسره لاسليک شي.
د امریکا ولسمشر وايي، هېڅوک نه وو خبر، چې د طالبانو ځينې لوړپوړي مشران او د افغانستان ولسمشر اشرف غني به په کمپ ډيويډ کې له ده سره جلا جلا ملاقات وکړي، خو د طالبانو د وروستي برید له امله يې دغه ملاقات لغو او د سولې خبرې ودرولې.
وړمه ورځ طالبانو د کابل ښار شش درک سيمه کې د استخباراتو څلوېښتم رياست ته څېرمه د بهرنيانو د موټرو پر کاروان برید وکړ.



