افغانستانراپورونه

غني: له بل هر چا د نړیوال امینت له پاره ډېره قرباني ورکوو

ولسمشر محمد اشرف غني له العربیه رسنۍ سره مرکه کړې.
مرکه کې یې د افغانستان او سعودي په اړیکو خبرې کړي او هغه یې ډېرې مهمې بللي دي.
هغه د سولې د خبرو په تړاو ویلي، دا دی و چې طالبانو سره د بې قید و شرطه خبرو پېلولو غوښتنه یې وکړه.
“په لومړي ځل مو په څلوېښتو کلونو کې د اوربند له پاره شرایط برابر کړل.”
غني وایي، سوله د افغان حکومت اوطالبانو له مخامخ خبرو پرته راتلای نه شي.
هغه زیاتوي، څه فکر کوئ چې د طالبانو یو بندي به زما له لاسلیک پرته خوشې شي؟.
ولسمشر افغان حکومت د افغانستان مشروع حکومت بولي.
غني وایي چې جګړه کې یې ماته نه ده خوړلې.
هغه زیاتوي چې دا دی و چې د امریکا له ولسمشر څخه یې په یو لیک کې د عسکرو د کمولو غوښتنه وکړه، څو لګښت راکم شي.
ولسمشر غني طالبان د ټاکنو په ګټلو کې چلېنج کړي او ترې غوښتي یې دي چې ټاکنو کې ګډون وکړي او که ویې ګټي نو واک به ورکړل شي.
غني یو ځای وایي، د خپلې ازادۍ او نړیوال امنیت له پاره یې له بل هر چا ډېره قرباني ورکوي.

Tags

ورته مطالب

Back to top button