افغانستانراپورونه

خلیلزاد: شل اوونیو کې به ۵۴۰۰ پوځیان له افغانستانه ووځي

د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي، د طالب-امریکا د تړون له مخې به په شلو اوونیو کې له افغانستانه ۵۴۰۰ امریکایي پوځیان ووځي.
خلیلزاد افغان سیاستوالو سره خبرو کې ویلي، پنځه اډې به هم پرېږدي.
خلیلزاد طلوع نیوز ته ویلي، دوی او طالبانو په اصولو کې په تړون توافق کړی دی.
خو هغه زیاته کړې چې دا وروستۍ خبره نه ده، څو چې یې د امریکا ولسمشر تایید نه کړي.
خلیلزاد کابل کې دی او نن یې له ولسمشر محمد اشرف غني، اجراییه رییس عبدالله عبدالله او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون یې له بېلابېلو افغان سیاستوالو سره لیدلي دي.
ویل کېږي چې خلیلزاد به اسلام اباد او بیا ته اروپا ته هم سفر وکړي.

Tags

ورته مطالب

Back to top button