افغانستانراپورونه

حکمتیار: افغانستان یو اشغال شوي هیواد دی

د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې مشر ګلبدین حکمتیار د خپلو پلویانو یوې غونډې ته په خبرو کې افغانستان یو ځل بیا اشغال شوی هېواد وباله، هغه وایي، تر هغې چې بهرني پوځیان په افغانستان کې مېشت وي، ګرانه ده چې دې هېواد ته بشپړه او رښتینې سوله راشي.

ښاغلی حکمتیار په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې په دوحه کې د امریکایي پلاوي او د افغان طالبانو د استازو ترمنځ د سولې د خبرو نهم پړاو پرون یکشنبه له کومې هوکړې پرته پای ته ورسېد.

ښاغلي حکمتیار فیض اباد کې پرته له دې چې د چا نوم واخلي، ځینې نوماندان تورن کړل چې د خپل واک ساتلو په پار د اوسني وضعیت د دوام لپاره هڅه کوي.

د افغانستان د اسلامي ګوند مشر د سولې لپاره بین الافغاني خبرې اړینې وبللې او له خپلو پلویانو یې وغوښتل چې راتلونکو ټاکنو کې هغه نوماند ته رایه ورکړي چې د یوه اسلامي دولت جوړېدو ته ژمن وي.

د افغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره ټاکنیز کمپاینونه څه باندې یوه میاشت وړاندې پیل شوي او د تلې یا میزان په درېیمه، یعنی د ټاکنو له ورځې ۴۸ ساعته مخکې پای ته رسیږي.

Tags

ورته مطالب

Back to top button