
د فاریاب د ولایتي شورا غړي وایي، چې تېره شپه ددې ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې پر یوه کور هوایي برید شوی، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په شمول د دوو کورنیو ۱۲ غړي وژل شوي.
دوی وایي، چې په وژل شویو کسانو کې یوازې اته تنه ماشومان دي.
د فاریاب د ولایتي شورا غړي وایي، چې وژل شوي کسان بې ګناه ملکي وګړي دي او له وسله والو طالبانو سره هیڅ ډول اړیکې نه لري.
تر اوسه ملي دفاع وزارت او د افغانستان په شمال کې ۲۰۹ قول اردو په دې تړاو څه نه دي ویلي.



