
په افغانستان کي د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت په بیان کي چي پرون جمعه خپور سوی، ویل سوي چي یو عسکر د پنجشنبې په ورځ د عملیاتو په وخت کي وژل سوی دئ.
د غوڅ ملاتړ ماموریت په دې اړه نور جزیات نه دي څرګند کړي.
خو نیوزویک مجلې د امریکا د دفاع وزارت د چارواکو په حواله ویلي، چي وژل سوی عسکر د امریکا د سپېشل فورس یا ځانګړو ځواکونو غړی وو.
د پنټاګون یوې سرچیني نیوزویک ته ویلي چي عسکر په زابل کي وژل سوی دئ.
تېره اوونۍ هم دوه امریکايي عسکر په فاریاب کي ووژل سول.
دا په داسي حال کي ده چي امریکا د افغانستان د اتلس کلني جګړي د پایته رسولو له پاره په خبرو لګیا ده.
د رپوټونو پر اساس، په افغانستان کي اوسمهال ۱۴ زره امریکايي عسکر مېشت دي.



