
وسلوالو طالبانو له بیګاه راهیسې پر کندز ښار له څلوروخواوو نه برید کړي، د کندوز ولايت امنيتي سرچينو او د ښار اوسېدونکې منلې، چې طالبانو له څلورو خواوو پر کندوز ښار بریدونه پيل کړي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله هم مجاهد په خپل ټويټ کې د ياد برید مسووليت منلی دی.
#الفتح:
عاجل: دکندز ولایت په مرکز له څلورو خواو څخه پراخ تعرضي عملیات پيل شول.
مجاهدین له ټولو خواوو د ښار څنډو (خان آباد بندر، امام صاحب بندر، زاخیلو، کابل بندر، زرخرید او سه درک سیمو) ته رسیدلي ددښمن یوبیس او ګڼې پوستې فتحه شوې.
۱۰ پولیس وژل شوي ګڼ ټپيان دي، مجاهدین پرمختګ کوي.— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) August 31, 2019
د ذبيح الله مجاهد په وينا طالب جنګياليو تېره شپه د کندوز ښار له څلورو خواوو بریدونه پيل کړي دي او په دغو نښتو کې تر اوسه لس پوليس وژل شوي دي.
خو په بل ټویټ کې مجاهد وايي، چې ۳۰۰ بستریز روغتون سره شهري کنډک راته تسلیم شوی.
#جزئيات:
د #کندز ښار کابل بندر کې ۳۰۰ بستریز روغتون سره نیږدې د دښمن شهري کنډک مکمل تسلیم شو.
قوماندان او ټولو افرادو يې وسله پرځمکه کیښوده، ۴ رینجر، یو هماوې ټانک، ډيره وسله او مهمات يې مجاهدینوته وسپارل، ټول مصئون ځای ته انتقال شول.— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) August 31, 2019
د ښار اوسېدونکي وايي، وضعيت ترينګلی دی او که کندوز ښار ته بېړنۍ امنيتي مرستې ونه رسول شي، کېدای شي ښا له سقوط سره مخ شي.



