
د طالبانو یو ویاند ادعا کړې د حزب اسلامي د یو مشر عبدالحکیم مبشر په مشرۍ پنځه سوه تنه ور سره يو ځای شوي دي.
یوسف احمدي په ټوېټر لیکي چې دا کسان ور سره د شمال له بېلابېلو ولایات یو ځای شوي دي.
احمدي زیاته کړې چې د مبشر په ګډون شل نور قومندانانو هم ور سره بیعت کړی دی.
نورو خواو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.



