راپورونهسيمه او نړۍ
ټرمپ: د افغانستان په اړه مې ښه مجلس درلود

دافغانستان ۱۹ کلنې جګړې ختمولو لپاره ولسمشر ټرمپ ډیر جدي ښکاري، پرون جمعه ټرمپ د خلیلزاد به شمول د خپلو لوړ پوړو چارواکو سره یو غونډه درلوده.
په دغه غونډه کې ولسمشر ټرمپ د بندو دروازو تر شا د افغان سولې او طالبانو سره د توافق په لاسلیک کولو خبرې کړي.
د افغان سولې په تړاو د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپلو سلاکارانو سره تر وروستۍ ناستې وروسته ،په يوه ټويټ کې ويلي چې د افغانستان په اړه مې ښه مجلس درلود، نوموړي زياته کړې که امکان ولري د ۱۹ کلنې جګړې ټول لوبغاړي او مونږ امريکا د يوې معاملې د سر ته رسولو په لټه کې يو.



