افغانستانراپورونه

واشنګټن پوسټ: نن ټرمپ د خلیلزاد راپور اوري

امریکايي منابع وايي چي خلیلزاد به نن د جمعې په ورځ جمهورریس ټرمپ ته خپل راپور وړاندي کړي. پدې مهمه لیدنه کي به د جمهورریس مرستیال ښاغلی پینس، د خارجه وزیر مایک پامپیو، او نور عالي رتبه مامورین ګډون ولري.

امریکايی مامورین وايي چي دواړو خواوو په خبرو کي د پام وړ پرمختګ کړي‌ دی، او امریکا به په اوله مرحله کي ۵۰۰۰ عسکر له افغانستانه راوباسي. او پاتي امریکايي عسکر به د ۱۸ میاشتو په ترڅ کي راووزي. د جرمني او ایټالیا عسکر به هم د امریکایانو سره یوځای راووزي.

امریکايي چارواکي وايی کله چي د امریکا او طالبانو تر مینځ موافقه اعلان سي، توقع ده چي سمدستي بین الافغاني خبري شروع سي.

د امریکا په کانګرس کي به ځیني سناتوران او وکیلان د دې موافقې سره مخالفت وکړي، ځکه هغوی وايي چي پر طالبانو باندي باور کول درست کار نه دی.

Tags

ورته مطالب

Back to top button